حساب

همدارنګه حساب یې همداسې ترتیب شوی، د هر توري په لیدو به د خپلې خوښې شیان د کتاب په پاڼو کې وشمېري او هم توری د ویکتورونو په مرسته ورته ښودل شوی چې له کومه لوریه پیل پرې وکړي او چېرته یې ختم کړي، چې د ښوونکي د لارښوونې وروسته به په سمه لاره روان وي. قدم په قدم یې تمرینونه پراخ شوي، ماشوم به د ورځیني حساب شیان شمېري او د نورو په لیدو به خلاق شي چې د راتلونکي ورځې لپاره به د چاره ترسره کوي.

د شمېرو درک کول

هغه ټول تمرینونه پکې مرعات شوي چې د ماشوم له تمرین سره ماشوم خلاق کړي. په بېلابېلو فونټونو او بڼو یو عدد ځکه ورته لیکل شوی چې د ماشوم فکر خلاص شي او په بیا لیدو کې پاتې رانشي.