تاریخچه

کېږدۍګرځنده ښوونځی یو خيرییه ښوونیز مرکز دی چې د افغانسان اسلامي جمهوریت د قوانینو په رڼا کې فعالیت کوي.

په ۲۰۱۶ کال کې د مریم "امرخیل" لخوا د کوچي ماشومانو د باسواده کولو تعلیمي سروېګانې او کمپاینونه پیل شول، کله چې مو ولیدل دي چې کوچیان د تعلیم لپاره لېواله دي، نو په ۲۰۲۰ کال کې مو د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي د بنسټ ډبره په لغمان ښار کې کېښوده.

دا خیرييه ښوونځی په هېواد او له هېواده بهر په کوم دولت یا کوم سیاسي ګوند پورې تړاو نه لري؛ بلکې یوازینۍ موخه یې د سواد عامول دي، افغان استادان، ښوونکي، لیکوالانو او څېړونکو راټولول دي ،چې په دې کې کوچني، با تجربه ویناوال سره منظموي او حمایه کوي يې، څو وکولای شي خپل ځانګ ړي اکاډميکي موخې ترلاسه کړي، په دې برخه کې په مسلکي توګه د ټولنې د محروم قشر روزنه ده. دا خیرییه ښوونځی غواړي چې په لرې پرتو سیمو کې ماشومان د علم په ګاڼه سمبال کړي او هغه کوچیان چې له کلو کلونو له تعلیم لرې پاتې وو، دوی ته د تعلیم زمینه برابره کړي.

۲۰۱۶، تعلیمي سروې او کمپاینونه پیل کړل.

د مریم "امرخیل" لخوا د کوچي ماشومانو د باسواده کولو تعلیمي سروېګانې او کمپاینونه پیل شول.

۲۰۲۰ د بنسټ ډبره

د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي د بنسټ ډبره په لغمان ښار کې کېښوده.

۲۰۲۰، ثبت

کېږدۍ ګرځنده ښوونځی د افغانستان د پوهنې وزارت سره پرته له ګټې د سند په (۲۸۹) د کېږدۍ خیرییه ښوونځي شمارې لاندې ثبت ده.

نوم او اروا پوهنه

کېږدۍ هغه خونه ده چې کوچیان پکې اوسېږي او کوچیان همېشه د موسم په بدلون سره د ځای بدلون کوي یانې ګرځنده دي، څنګه چې دغه ښوونځي تر ډېره کوچیانو ته خاص دي، نو نوم هم له دوی سره تړلی دی. دغه نوم پخپله د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي له بنسټګرې مریم امرخېل له خوا پېشنهاد شوی و چې تر ډېره له کاري ساحې سره اړخ لګوي.