تېرو درې لسیزو جګړو په افغانستان کې د تعلیمي او علمي فعالیتونو په بنسټونو سخته بده اغیزه کړې چې له امله یې زیات تکړه لیکوالانو او څېړونکو د خپل سر د ساتلو لپاره له هېواده پښې سپکې کړې او تیت و پرک شول، چې دې غربت او جلا وطنۍ د بیا لیدو تمې ترې وشکولې او ویې نشو کولای له یو بل سره په اړیکه کې شي، تر څو خپل افکار او څېړنې له یو بل سره شریکې کړي. د دوی ډېر شمېر يې د دې جلاوطنۍ له وجهې په پښتو ژبه کې هیڅ علمي آثار ونه موندل، چې څېړنو کې ترې ګټه پورته کړي. دې سره په اکاډمیکه فضا کې کاري ثمره ډېره محدوده شوه چې ورسره په ادبي، علمي او اکاډمیکه فضا کې د علمي موادو له سخت کمښت سره مخ ش وه. د دې کار یوه نتیجه دا هم شوه، چې په افغانستان کې د دواړو ژبو ویوونکي سره تیت او پرک شول.
کوچیان چې د افغاني ټولنې یو لوی قشر دی، له تعلیمه محروم وو او د هېچا پاملرنه ورته نه وه او نه پکې داسې کسان وو چې په علمي برخه کې کار وکړي. دې تشې ته په کتو د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي رييسه مریم امرخیل را وړاندې شوه او له صفره یې کوچیانو ته په ښوونیزه برخه کې کار پیل کړ او موخه یې یوازې په تعلمي، علمي او اکاډمیکه برخه کې د یوې جامع او ټولمنلې طرحې جوړول دي چې له تعلیمه محروم قشر غښتلي کړي او دوی ته خپل حق ورکړي او په دې برخه کې هر ډول مرسته ورسره وکړي او د دوی ذهنیت درس ویلو ته اماده کړي.
په افغانستان کې داسې ښوونځي نشته یا بېخي لږ دي چې کوچیان پکې درس وايي او د دوی ذهنیت ښوونځي ته جوړوي او د دوی لپاره خیرییه (وړیا) ښوونځي هېڅ نشته دي.
نه يوازې افغانستان بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې تر دولتي ښوونځيو شخصي غوره ګڼل کېږي، ځکه د درس موقع، سهلتونه، او متعلمینو سره زیات کوښښ پکې کېږي، خو کوچیان چې د افغانستان یو غریب قشر دی او د دولت او ټولنې لخوا هېڅ پاملرنه ورته شوې نه وه. ځکه چې خصوصي او دولتي ښوونځي ځینې تشې (خالیګاوې) لري:
• کوچیان چې د موسم په بدلون سره د ځای بدلون کوي، د افغانستان د قوانینو پېچلتیا چې دوی ته په دولتي مکتبونو کې ډېر کم چانس شته دی؛ • خصوصي ښوونځیو د کوچیانو لپاره هېڅ برنامه نه لره؛ • دغه کار د دولت او خصوصي ښوونځیو لپاره موثر، اغېزناک او عاید لرونکی نه دی؛ • د نړیوالو لخوا ورته کومه پاملرنه ځکه نه کېده چې دوی زیاتره په دښتو او غرونو کې اوسېږي.
د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي د جوړېدو موخه کوچینانو ته په موثره، او وړیا او قانوني ډول د ښوونیزو خدماتو وړاندې کول دي چې کوچیان یې له غوره ګټو څخه په پلي کېدو کې ګټه واخلي او خپل اولادونه د علم په ګاڼه سمبال کړي چې د دې ګټه له یوې خوا کوچیانو او د دوی ماشومانو ته ده او له بلې خوا یې ګټه هېواد او د ولت ته هم ده چې دوی به په بدمرغیو لاس نه پورې کوي او له تروریزم سره به مرسته نه کوي.