د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي نصاب

د کېږدۍ ګرځنده خیرييه ښوونځي ادارې د خپلو زده کوونکو لپاره نصاب چاپ کړ. د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي زیاتره زده کوونکي یې چې کوچیان دي او دوی له تعلیمه لرې پاتې شوي، د دوی لپاره د معارف نصاب سخت و. نو مو ښه وبلله چې د لومړي ټولګي لپاره یو ځانګړی نصاب جوړ کړو چې د دوی له تعلیمي سویې سره سم وي او هم د دوی لپاره موثر و اوسي.

په دغه نصاب کې هغه معیارونه کارول شوي چې د یوه ماشوم وړتیا وې رابرسېره کړي او هم ماشوم خلاق و روزول شي.

پښتو

په پښتو کې هغه کلمات راټول شوي چې ماشومان ورسره بلد دی او زیاتره د ماشومانو د ورځني ژوند د لوبو او ساتېرۍ وسایل دي.

رسامي

، د ماشوم د ذوق شیان، لکه د لوبو وسایل، د تعلیمي نصاب اړوند انځورونه لري او ماشوم ته هم موقع برابره شوې چې دی خپله هم رسامي پکې وکړي.

حساب

د هر توري په لیدو به د خپلې خوښې شیان د کتاب په پاڼو کې وشمېري او هم توری د ویکتورونو په مرسته ورته ښودل شوی.

انګلیسي

داسې یو مېتود مو پکې کارولی چې یو ماشوم د توریو زده کړه، د لیکلو طریقه، او هر توری په ټکیو ورته رسامي شوی چې د ماشوم لخوا تازه شي.

دیني ښوونه

ماشومانو لپاره ابتدايي مسایل د سوال او ځواب په بڼه داسې لري چې ماشومان په اسلام، دین او خپل پيدايښت خبر وي او ځان یې پېژندلی وي.

قران کریم

هر توری او حرکتونه یې په بېلابېلو رنګونو ښودل شوي او یو ماشوم د رنګونو په لیدو به د ښوونکي لخوا دا الهام واخلي چې زور، زېر، پېښ او نور حرکتونه کوم دي.