پښتو

په دغه نصاب کې هغه معیارونه کارول شوي چې د یوه ماشوم وړتیا وې رابرسېره کړي او هم ماشوم خلاق و روزول شي. د دغه نصاب په پښتو کې هغه کلمات راټول شوي چې ماشومان ورسره بلد دی او زیاتره د ماشومانو د ورځني ژوند د لوبو او ساتېرۍ وسایل دي، یا هم تعلیمي مواد دي او د هر کلمې اړوند انځور را اخیستل شوی چې له ماشوم سره د کلمې په زده کړه کې مرسته وکړي او هغه کلمات پکې راټول شوي چې یو څپیز دي او ماشومان یې په اسانۍ تلفظ او زده کولی شي. دغه نصاب د ښوونیزې ارواپوهنه په رڼا کې داسې ترتیب شوی چې د ماشوم وړتیا او خلاقیت دواړه وروزي. ماشوم له لیکو سره نابلد وي، بیا خو کوچیان لانابلد دي، دوی ته مو د هر توري د لیکلو چل په توريو کې ښودلی، او د ویکتورونو په مرسته مو د توري لوری ورته روښانه کړی چې له کومه لوریه پیل او په کوم ځای یې ختم کړي. زیاتره ماشومان له مامشتوبه د توریو لیکل له چپله اړخه کوي، یا د کلمو په پيوستون کې له چپې خوا وصلول کوي چې تر ډېره وخت همدا کار ترسره کوي، د همدې موخې د اصلاح لپاره مو دا کار وکړ. یو توری په بېلابېلو فونټونو ورته لیکل شوی چې د ماشوم ذهین له یوې کملې سره ښه بلد کړي او په هر ځای، هر ډول محیط او هر وخت کې له توري سره بلد شي.

وده او پرمختګ

ماشومان د توریو په لیکلو قادر نه وي، نو موږ د هر توري لپاره د رسامۍ، او اړوند انځور وروسته ماشومان ته د تمرین موقع برابره کړې چې دوی خپل ځان پکې وازمويي او هر توری ورته رسامي شوی چې دوی یې رنګ کړي، او ماشومان له رنګولو سره مینه لري چې د دوی د ذوق مساله ده. او وروسته مو د ماشومانو لپاره داسې جدول رسامي کړی چې د یوه توري ټول اړخونه په نظر کې نیول شوي، خو ماشوم به خپله توری په جدول کې لیکي چې د ماشوم د خلاقیت نښې او تمرین پایله څرګنده شي.